پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو بهیر ځنډیدل
حمل 12, 1404 16:43 Asia/Kabul
ځینې راپورونه وايي چې پاکستان په موقت ډول د لسو ورځو لپاره له خپله خاورې د افغان کډوالو ایستل ځنډولي دي.
د دې ستونزې لامل د کوچني اختر په رخصتیو کې د دې بهیر لاسوهنه بلل کیږي.خو د اسلام آباد حکومت رسمي چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.پاکستان مخکې اعلان کړی و چې ټول افغان کډوال حتی هغه کسان چې د اې سي سي هویت کارتونه لري د مارچ تر پایه پورې وخت لري چې له هیواده ووځي.د دغه هیواد پولیسو خبرداری ورکړی و چې د کډوالو د جبري ایستلو بهیر به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.پرون د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو په وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلي.