د ملا هبت الله له خوا د ډیموکراسۍ ردول
حمل 11, 1404 17:32 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوچني اختر د لمانځه په خطبو کې ویلي دي چې موږ د لویدیځې ډیموکراسۍ پر بنسټ قوانین نه منو.
هغه ویلي دي چې د امریکا او پخواني افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو د شل کلن جهاد موخه دا وه چې د دیموکراسۍ پر وړاندې شرعي حکومت رامنځ ته کړي.ملا هبت الله د خپلې قوماندې لاندې خلکو څخه وغوښتل لکه څنګه چې دوی په تیرو دوو لسیزو کې د دې سیسټم د جوړولو لپاره خپل ژوند قرباني کړی دی اوس باید د خپلو وینو سره یې ساتنه او دفاع وکړي.هغه دا خبرداری هم ورکړ چې که افغانان د دښمنانو خبرې واوري نو تاریخ به بیا تکرار شي چې د مجاهدینو د دورې د جګړو په څیر ورته داخلي شخړې رامینځته کولی شي.