د میانمار ځمکرېږد تلفاتو زیاتوالی
حمل 11, 1404 17:28 Asia/Kabul
له میانمار څخه راپورونه وايي چې په دې هیواد کې د مړو شمېر شاوخوا دوه زره تنو ته رسیدلی دی
د اووه اعشاریه اووه درجې زلزلې - چې په تېره یوه پېړۍ کې ددې هېواد تر ټولو قوي زلزله یاده شوې - ګاونډی تایلینډ هم ولړزاوه، چې هلته یې زیانونه او مرګژوبلې واړولې.د میانمار پوځي حکومت اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د زلزلې له امله شاوخوا دوه زره کسان مړه شوي، درې زره څلور سوه ټپیان شوي او له درې سوه څخه زیات کسان نادرکه دي.نړیوالې مرستندویه ادارې هم د ځمکرېږد وروسته د بشري ناورین د لا خرابیدو خبرداری ورکوي.