د کابل لخوا بیجینګ سره د سوداګریز انډول غوښتنه
حمل 06, 1404 16:34 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او په کابل کې د چین سفیر په خپله وروستۍ غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ انډول پر اړتیا ټینګار وکړ او پریکړه یې وکړه چې د صادراتو د اسانتیا او د ټرانزیټ لګښتونو کمولو لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي.