حمل 02, 1404 16:15 Asia/Kabul

د غزې په مختلفو سیمو د صهیونیستي رژیم بریدونه نن هم دوام لري او په پایله کې یې یو شمیر فلسطینیان شهیدان شوي دي. له بلې خوا د یمن د وسله والو ځواکونو یوه ویاند نن سهار اعلان وکړ چې د بن ګوریون هوايي ډګر په نښه شوی دی. نن سهار د لبنان له جنوبي برخې څخه د شمالي اشغال شویو سیمو په لور پنځه توغندي وتوغول شول.