ولسي خلکو سره د ایران اسلامي انقلاب د رهبر د نوي کال لیدنه
حمل 02, 1404 16:14 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر پرون د نوي کال په مناسبت د دې هیواد د خلکو له مختلفو ډلو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې امریکایان باید پوه شي چې دوی به هیڅکله ایران سره د مخامخ کیدو پر مهال په ګواښونو سره هیڅ ځای ته ونه رسیږي او که دوی د ایران د ملت په وړاندې کوم ناوړه کار وکړي نو په مخ به یې سخته څپېړه وخوړري.