حمل 02, 1404 16:12 Asia/Kabul

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د بندیز له دوام سره شاوخوا څلور سوه زره نورې نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي ، چې له زده کړې څخه د محرومو نجونو شمېر دوه اعشاریه دوه میلیون ته رسیدلی دی. یونیسف له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې سمدلاسه د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړې بندیز لیرې کړي.