افغانستان کې د برښنا د دوو پروژو پلي کیدل
حوت 27, 1403 17:09 Asia/Kabul
برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د افغانستان او ازبیکستان تخنیکي ټیمونو د برېښنا د صادراتو د دوو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې اترې کړې دي.
دې ادارې وویل چې په یادو پروژو کې له ازبیکستان څخه افغانستان ته د پنځه سوه کیلو ولټه بریښنا لیږد لین شامل دی.د دې پروژې بله برخه د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو د بریښنا فابریکې د جوړولو سره تړاو لري.د دغه شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر وویل چې د دې دواړو پروژو تخنیکي اړخونو له بشپړولو وروسته به په نوي لمریز کال کې کار پیل شي.