دلو 10, 1403 16:52 Asia/Kabul
  • کانګو کې د امریکا او فرانسې سفارتونو سوځیدل

په کانګو کې د ناکراریو وروسته، د ملګرو ملتونو دفتر او د متحده ایالاتو، فرانسې او روانډا په څیر هیوادونو سفارتونو ته د یو شمیر خلکو لخوا اور واچول شو.

د خلکو یوې ډلې چې په هیواد کې یې د حکومت پر ضد لاریون کاوه، د هیواد د پلازمینې ځینې برخې ونیولې او د بهرنۍ لاسوهنې په اعتراض کې یې یو شمیر ډیپلوماتیک دفترونو ته اور واچاوه.دا په داسې حال کې ده چې دوی د دسمبر په نهمه د ګوما هوايي ډګر او د کانګو ختیځ ترټولو لوی ښار نیولی و.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه هېواد کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د وتلو امر کړی دی. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې دوی به د چهارشنبې په ورځ د کانګو له پلازمینې څخه ووځي.