دلو 01, 1403 17:21 Asia/Kabul
  • کډوالو وزارت کې د ګمارل کیدو اړوند د مولوي عبدالکبیر غبرګون

مولوي عبدالکبیر، چې اوس یې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت دنده په غاړه اخیستې، وايي چې له خپلې دندې څخه د لرې کیدو په اړه هیڅ اندیښنه نلري.

نوموړی چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیالۍ څخه ګوښه او د کډوالو چارو وزارت سرپرست په توګه ټاکل شوی، وايي چې هغه به د پخوا په څیر کار ته دوام ورکړي، او دا ورته مهمه نه ده چې چیرته خدمت کوي.هغه ویلي دي چې که د کډوالو په وزارت کې وي، د سیاسي چارو دفتر کې وي او یا په کوم بل وزارت کې وي، یوازې یو کس هیڅ هم نشي کولی.له ما څخه مخکې، مرحوم وزیر په دې اداره کې کار کاوه خو اوس زه دا دنده په مخ وړمپخوا، د مولوي عبدالکبیر په اړه اوازې وې چې د سرپرست حکومت د مشر ملا هبت الله آخوند زاده لخوا څنډې ته شوی خو هغه دا اوازې بې بنسټه وبللې.