۱۵ ته د نیوراولئان په پېښه کې د وژل شویو کسانو د شمېر لوړېدل
جدی 13, 1403 17:20 Asia/Kabul
د امریکا د فدرال پولیسو د اعلان له مخې، په نیواورلئان ښار کې پر خلکو په موټر سره د برید د قربانیانو شمېر پنځلسو ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د نوي کال په شپه د پیک اپ موټر چلوونکي په دغه ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼې برید وکړ او پر خلکو او پولیسو یې ډزې پیل کړې.د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې اعلان کړی چې دا پېښه یو تروریستي عمل دی.ګارډین ورځپاڼې د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله ویلي چې تورن کس شمس الدین بحر جبار دی چې د امریکا تابعیت یې درلود او په تکزاس ایالت کې اوسېده. د امریکا فدرال پولیسو همدارنګه ویلي چې تورن کس د امریکا د پوځ پخوانی پوځي وو.