جدی 13, 1403 17:11 Asia/Kabul
  • د کډوالو پر خیمو په بمبارۍ کې د ۱۱ فلسطینیانو په شهادت رسېدل

صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو پرضد د خپلو جنایتونو په دوام کې، د خان یونس لوېدیځ په خپلو حملو سره په نښه کړ

د فلسطیني رسنیو د راپور له مخې، د خان یونس په لوېدیځ کې د الموصي په سیمه کې د کډوالو پر خیمو د بمبارۍ له امله، د یوولسو تنو شهادت تایید شوی دی. د فلسطین شهاب خبري آژانس ویلي چې په شهیدانو کې څلور ماشومان او دوه ښځې هم شاملې دي.ویل کېږي چې په دې برید کې پنځلس نور فلسطینیان هم ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو ویلي چې د صهیونیسټي پوځ یوې الوتکې د کډوالو پر خیمو باندې په داسې حال کې توغندي وویشتل چې د خیمو اوسیدونکي پکې ویده وو.همدارنګه ویل شوي چې د غزې د پولیسو مشر محمود صلاح هم په مواصي سیمه کې د اشغالګرو په هوايي برید کې په شهادت رسېدلی دی.په عین حال کې صهیونیسټي پوځیانو د خان یونس په ختیځ کې د بني سهیلا پر ښارګوټي حمله کړې چې له امله یې دوه تنه شهیدان او یوشمېر نور ژوبل شوي دي.