د افغانستان او زیمبابوې دویمه سیالۍ
جدی 12, 1403 16:52 Asia/Kabul
د پښتونخوا په جرګه کې د باجوړ استازی وايي، افغانستان څخه وسله والې ډلې باجوړ ته ننوتلي او په پوستو يې د افغانستان د سرپرست حکومت بيرغ پورته کړی دی.
انور زیب وویل، چې دغه پوستې لومړی د دغو کسانو له خوا ونیول شوې او بیا یې د پاکستان بیرغونه راښکته کړل.هغه زياته کړه، چې دغه پوستې د ډيورنډ فرضي کرښې څخه لرې د ملاسعید بنده په سيمه کې وې او د طالبانو د تحريک شاوخوا څلورسوه غړي يې نيولي دي.د خېبرپښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې د باجوړ دغه استازی وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د جوړولو سره سره دا معلومه نه ده چې دا خلک څنګه له دې لارو تېر شوي دي.