جدی 12, 1403 16:51 Asia/Kabul
  • غزه کې د ملګرو ملتونو 260 کارکونکو وژنه

د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي دي چې په غزې تړانګه کې د صهیونیستي جنایتونو له پیل راهیسې د دغه سازمان شاوخوا دوه سوه شپېته کارکونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی

آنروا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا شمېرې د دوه زره دوریشتم کال د اکتوبر له پیل څخه د دوه زره څلور ویشتم تر پای پورې اړه لري.دې ادارې ویلي، سره له دې چې د دوی کارکوونکو په غزه کې د ملګرو ملتونو د لوګو او پوښښ سره کار کاوه؛ خو صهیونیستي پوځ په قصدي توګه هغوی په نښه کړل.د فلسطین له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو عالي کمیشنرۍ وايي، په دې موده کې په غزه کې د دوی پر دفترونو او ودانیو شپږ سوه پنځوس ځله بریدونه شوي دي.په دغو تاسيساتو کې د ملګرو ملتونو يو شمېر ښوونځي هم شامل دي، چې د غزې له جګړې څخه کډوالو پکې پناه اخيستې او د دغو بريدونو په پايله کې ګڼ شمېر خلک شهیدان شوي دي