د روږدو درملنې 1 میلیاردي لګښت
جدی 12, 1403 16:50 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې هر کال یو میلیارد افغانۍ لګښت لري.
دغه بنسټ وايي، چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې فعال روغتيايي مرکزونه لري او بوديجه يې هم د همدې ادارې له خوا په پام کې نيول شوې ده.د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسلکي مرستيال عبدالرحمن قاسمي وويل، چې د نشه يي توکو ناوړه اغېزې يوازې پر فرد او کورنۍ نه، بلکې پر ټولنه هم اغېز کوي.هغه وويل، چې پر همدې بنسټ، له دې پديدې سره مبارزه او د روږدو کسانو درملنه د ټولنې لپاره خورا مهم اصل ګڼل کېږي.دغه اداره په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه مشخصې شمېرې نه ورکوي، خو د خپرو شويو شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا درې نيم ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې په سلو کې پنځه دېرش يې ښځې دي