پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل
جدی 12, 1403 16:49 Asia/Kabul
پاکستاني رسنیو دغه هېواد ته د غیر قانوني ننوتلو له امله د اویا افغانانو د نیولو خبر ورکړی.
دغه کسان په چګای سیمه کې نیول شوي وو او د براچای بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي.د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي، د دوه زره څلور ویشتم کال په اوږدو کې یې د ډیورنډ په سرحدي سیمو کې درې زره اته سوه شپږ ویشت افغانان نیولي دي.دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پاکستاني چارواکو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ د بیا پیلېدو یادونه کړې ده.په تېره یوه میاشت کې د کابل او اسلام اباد تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته تر ټولو ډېر زیان هغه کډوال دي چې له لسیزو راهیسې په پېښور او کراچۍ کې اوسېږي او کله ناکله د پاکستان د پولیسو له خوا د قانوني اسنادو په لرلو سره نیول کېږي.