په 28 ولایتونو کې د واورې او باران اورښت
جدی 12, 1403 16:47 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست اعلان وکړ، چې له نن څخه تر راتلونکو ورځو پورې به د هېواد په لږ تر لږه اته ویشت ولايتونو کې د واورو او بارانونو اورښت وشي.
دغه ریاست خبر ورکړ چې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګو، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر او بدخشان به د باران شاهد وي.دې ادارې ویلي چې د واورې اندازه له لسو څخه تر پنځوس سانتي مترو پورې او د باران اندازه د پنځلسو او څلویښت ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.د تودوخې د اسانتیاوو نشتوالي او بې وزلۍ د افغانانو لپاره خور ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي