2024 د پاکستاني امنیتي ځواکونو لپاره مرګونی کال
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دوه زره څلور ویشتم میلادي کال په دې هېواد کې په تېره یوه لسیزه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
روان میلادي کال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو څلور سوه څلور څلوېښت بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې شپږ سوه پنځه اتیا امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په پاکستان کې په روان کال کې د تشدد په پېښو کې تر دوه زره او دوه سوه زيات پوځيان او ملکيان ټپيان شوي دي.سږ کال تر ټولو زیات بریدونه په پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.په روان کال کې د بریدونو او تاوتریخوالي د قربانیانو شمېرې د دوه زره درویشتم میلادي کال په پرتله دري اویا سلنه زیاتوالی ښييد راپورونو له مخې په ټول پاکستان کې سږ کال په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا اووه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د نومبر میاشت د نورو میاشتو په پرتله تر ټولو خونړۍ میاشت وه.