جدی 11, 1403 16:39 Asia/Kabul
  • په اشغالي قدس او تل ابیب  د یمن راکټي برید

یمن وسله والو ځواکونو ویاند په حساسو صهیونیستي او امریکایي هدفونو د راکټي او بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو پیلولو خبر ورکړ.

یحیی سریع په یوه خبرپاڼه کې ټینګار وکړ د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د هغه هیواد په خلاف د اسرائیلو-امریکا-انګلستان د تیریو په ځواب کې د یمن وسله والو ځواکونو دوه بې ساري پوځي عملیات ترسره کړي دي.د یمن وسله والو ځواکونو په لومړیو عملیاتو کې د فلسطین د بالستیک توغندیو په وسیله په تل ابیب کې د بن ګوریون دوه هوایی ډګرونه په نښه کړل.په دویم عملیاتو کې د اشغالي قدس په جنوب کې د برښنا مرکز د ذوالفقار بالسټیک توغندي په وسیله تر برید لاندې راغلی.یحیی سریع ټینګار کړی چې دواړه توغندي په خپلو هدفونو لګېدلي .په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ورته وخت کې د یمن سمندري ځواکونو، توغندوي او بې پیلوټه الوتکو یوه امریکایی بیړۍ چې په یمن باندې د پراخې حملې لپاره د بې پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو په وسیله د برید لپاره تیاری نیولی و په نښه کړ.د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل، د یمن وسله والو ځواکونو د امریکا او صهیونیستي رژیم له هرډول ګواښ سره د مقابلې لپاره خپل چمتووالی لوړ کړی دی.