د عمان بهرنیو چارو وزیر سره د ایران د رهبر استازي کتل
جدی 11, 1403 16:38 Asia/Kabul
د ایران اسلامي انقلاب رهبر استازي او د دغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي اکبر احمدیان د عمان بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې وویل: د اسلامي انقلاب رهبر د نظر مطابق د ایران په اټومي اصولو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
احمدیان همداراز وویل، د غني شویو موادو د زیاتولو او غنی کولو د کچې د لوړولو په اړه څرګندونې او ګنګوسې بې بنسټه دي او د ایران اسلامي جمهوریت لا هم د مسقط هوکړه لیک عمومی چوکاټ ته پابند دی.د ایران اسلامي انقلاب رهبر هم د سوریې په خاوره د صهیونیستي رژیم تیری وغانده او وویل، د صهیونیستي رژیم له خوا د سوریې د سیمو په اشغال سره نه یوازې مقاومت کمزوری شوی نه دی، بلکې یو نوی مقاومت رامنځته شوی دی. چې په راتلونکو کلونو کې به ځان ښکاره کړي.په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د کچې په لوړولو هم ټینګار وکړ.