د امریکا او انګلیس تورونو ته د ایران ځواب
په ملګروملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازی امیر سعید ایرواني د امریکا او انګلستان د تورونو په غبرګون کې وویل په سور سمندرګي کې د ایران د لاسوهنې تورونه بې بنسټه دي چې د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو لخوا د سیمې بې ثباته کولو لپاره طراحي شوي دي
ایراني د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې ویلي، د یمن په اړه د ایران دریځ تل ثابت او باثباته دی.دغه ایراني ډیپلوماټ د سره سمندرګي وضعیت په اړه وویل، ایران یو ځل بیا د نړیوالو بېړیو د لیکو خوندیتوب په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي.د هغه په وینا، د امریکا په ملاتړ د صهیونیستي رژیم د استازي لخوا لګول شوي تورونه په ایران د غیرقانوني کړنو او ویجاړونکو فعالیتونو د تورنولو لګولو ښکاره هڅه ده. ایرواني وویل دا صهیونیستي رژیم دی چې تل یې د ورانکارۍ او بې ثباته کولو سیاست تعقیب کړی او د سیمې او بهر د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي