جدی 11, 1403 16:35 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د 355 پرمختیايي پروژو کار پیل

د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمن حبيب وايي، په روان لمريز کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې څه باندې درې سوه پنځه پنځوس پرمختيايي پروژې پيل شوې او يو شمېر يې عملي شوې دي. .

د اقتصاد وزارت ویاند ویلي دي چې د دغو ټولو پروژو لګښت د هیواد له داخلي عوایدو څخه تمویلیږي او د دغو پروژو څلور پنځوس سلنه په زیربنایي برخو کې دي. د ښاغلي حبیب په وینا، نولس نورې پروژې د تدارکاتو په پړاو کې دي.د اقتصاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، له تېرو کلونو راهیسې یو سل او اووه پنځوس نیمه کارو پروژو هم کار روان دی او د سرپرست حکومت بېلابېلو بنسټونو د راتلونکي کال لپاره پلانونه پیل کړي چې د بې وزلۍ د کمولو او اقتصادي ودې په موخه نورې لویې پروژې پیل کړي.