د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د انساني قاچاق په تور درې سوه کسان نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د انساني قاچاقبرانو ډېره برخه له افغانستانه بهر دي.