پاکستان کې غزې څخه په ملاتړ لاریون
جدی 11, 1403 14:45 Asia/Kabul
له پاکستانه راپورونه وايي چې په دغه هیواد کې په زرګونو کسانو دصهیونیستي رژیم پرضد لاریون کړی
ویل کېږي چې دغه لاریون د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د جماعت اسلام ګوند له خوا شوی دی.د دغه ګوند مشر ویلي دي چې حماس غورځنګ باید د پاکستان له خوا د یوه مشروع پوځي ځواک په توګه وپیژندل شي.فضل رحمان وویل د پاکستان حکومت باید د اسلامي نظام په توګه د صهیونیستي رژیم د منزوي کولو کوښښ وکړي .