تهران ته د عمان بهرنیو چارو وزیر سفر
جدی 11, 1403 14:44 Asia/Kabul
د عمان بهرنیو چارو وزیر د ایران بهرنیو چارو د وزارت په رسمي بلنه تهران ته ورسېد
بدر بن حمد البوسعیدي نن له غرمې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره وکتل.دواړو لورو د سیمې د اوسنیو مسایلو او د لویدیځې اسیا د وروستیو پرمختګونو په اړه له یو بل سره خبرې او مشورې وکړې.
سیدعباس عراقچي د عمان بهرنیو چارو وزیر سره په خبري ناسته کې وویل چې د سوریې په تړاو مو هراړخیز بحثونه درلودل او په سوریه کې مو د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتلو،یوالي،ټولو قومونو او مذهبونو ته درناوی او د یوه ټولګډونه حکومت په جوړېدو یو نظر لروباید وویل شي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تېره ورځ د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید سره وکتل.