افغانستان کې د بانکي محدودیتونو کموالی
جدی 11, 1403 14:42 Asia/Kabul
د افغانستان بانک وايي، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو له خوا د سرپرست حکومت پر وړاندې بانکي بندیزونه په تدریجي ډول کم شوي دي.
د دغه بنسټ ویاند حسیب الله نوري وايي، د بندیزونو دغه کمښت د دوی د هڅو او له نړیوالو مالي بنسټونو سره د افغانستان بانک د تخنیکي ناستو پایله وه.نوري همداراز وویل چې په افغانستان کې د بانکي سیستم د عصري کولو هڅې په جدي توګه دوام لري.د افغانستان بانک ویاند ویلي چې اوس خلک کولای شي له خپل حساب څخه په اونۍ کې تر یو سل او پنځوس زره افغانۍ او تر دوو زرو ډالرو پورې وباسي. چې په نږدې راتلونکي کې به دا رقم پنځه سوه زره افغانیو او شپږ زره ډالرو ته لوړ شي.