د افغانستان او زیمبابوې سیالۍ
جدی 08, 1403 17:16 Asia/Kabul
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پیل شوې لومړۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم پيل شوې ده چې د غرمې ډوډۍ تر دمې پورې رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي توپوهنه وکړه
د دې خبر تر لیکلو پورې د دوه افغان لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ ټولې منډې یو سل او یو نوي دي.په دې پاڼۍ کې افغان لوبغاړي رحمت شاه سلیزه ووهله، هغه په یو سل او څلور منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.دغه راز حشمت الله شهیدي بیا په یوپنځوس منډو ناسوځېدلی ولاړ دی، خو لا هم افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې له زمبابوې څخه درې سوه پنځه نوي منډې شاته ده.د ویلو ده چې د دې ټیسټ لوبې دوه نوې ورځې هم پاتې دي.