جدی 08, 1403 17:15 Asia/Kabul
  • د اسلام اباد په سیاست د عمران خان نیوکه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د افغان اتباعو جبري شړل او د پاکستاني جټ الوتکو له خوا په دغه هېواد کې بمباري به نفرت زیات کړي او ترهګري به خپره کړي

هغه چې د راولپنډۍ په مرکزي زندان کې دی له خبريالانو سره په خبرو کې د پاکستان دولت په ناسمو او خطرناکو سياستونو تورن کړ.عمران خان ویلي چې د افغانانو ایستل نه یوازې د امنیت په ښه کولو کې مرسته نه کوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل هم کېږي.د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي دي چې پاکستاني جېټ الوتکو تر اوسه دوه ځله پر افغانستان بمباري کړې او دا مسله د کابل او اسلام اباد ترمنځ دښمني لا پسې ژوروي.له پاکستان څخه د افغان کډوالو اخراج تل د اسلام اباد له خوا د افغانستان پر وړاندې د یوې سیاسي وسیلې په توګه ګڼل کیږي.