د ایران او چین بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه
د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په بېجينګ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره لیدنه او خبرې اترې کړي
ویل شوي، چې د دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې اترې او همدارنګه د سیمې د پرمختګونو او په ځانګړې توګه د سوریې د مسئلې په اړه سلا مشورې د دغو خبرو اترو له مهمو محورونو څخه بلل شوي دي.ښاغلي عراقچي چې تیره ورځ چین ته سفر کړی، بیجینګ ته د رسیدو په پیل کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دغه سفر موخه د ایران او چین ترمنځ د هراړخیزو همکاریو او د سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې اترې دي. .ښاغلي عراقچي په یوه مقاله کې چې پرون د چین په دولتي رسنۍ کې خپره شوه ویلي، لوېدیځه اسیا له ډېرو ننګونو سره مخ ده چې د فلسطین مسله یې اصلي موضوع ده. موږ له خپلو چينايي ملګرو سره دا نظر شريکوو چې په غزه کې سمدستي اوربند او د بشري مرستو رسول د فلسطين په اوسني حالت کې تر ټولو مهم لومړيتوب دی.