صهیونیستانو په غزه کې د کمال عدوان روغتون باندې په برید او اور اچولو سره د دغه روغتون طبي کارکوونکي هم نیولي او له ځانه سره یې وړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم په غبرګون کې ویلي چې د غزې خلکو ته د خدمت وروستی روغتون هم تړل شوی دی.