جدی 08, 1403 17:11 Asia/Kabul
  • کابل کې چاودنه

د کابل هوايي ډګر پر سړک شیخ زاید روغتون ته څېرمه د چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

په کابل کې د سرپرست حکومت امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دې خبر د تاییدولو پر مهال وویل، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.ده وويل چې ددغې پيښې په اړه څيړنې پيل شوي دي .تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او نه هم دا معلومه شوې ده چې د دې چاودنې هدف څه و.کابل او د افغانستان نور ولایتونه په دې وروستیو میاشتو کې د ټیکاو او سولې شاهدان دي او داسې کومه پېښه نه ده شوې