د اسلامي اصولو پر بنسټ له نړۍ سره تعامل
جدی 08, 1403 17:10 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، حکومت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پراخولو هڅه کوي
مولوي عبدالکبیر ګواښ کړی چې که کومه ډله په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن ووهي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.د سرپرست حکومت دغه چارواکي څرګنده کړې، چې د دوحې تړون د امریکا په حکم د حکومت کولو په معنا نه دی او دا تړون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه دی.د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همدارنګه د بخښنې فرمان په اړه ویلي، هغه کسان چې په تېر حکومت کې یې کار کړی، د هېڅ هدف لپاره نه نیول کېږي او د دوی کار یوازې له بهرنیانو سره و.