امریکایانو ته د یمن خبرداری
جدی 05, 1403 16:51 Asia/Kabul
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي دي چې د بالستیک توغندي په وسیله یې په اشغال شوې سیمه کې د صهیونیستي دښمن یو پوځي هدف په نښه کړ.
یحیی سریع ویلي، چې دغه توغندي په بریالیتوب سره له اوسپنیز ګنبد څخه تر تېرېدو وروسته خپله موخه ویشتلې دهپه ورته وخت کې؛ د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي شورا ویلي دي چې که امریکا د یمن په خاوره خپل یرغل ته دوام ورکړي نو د امریکايي ځواکونو په نښه کولو لپاره به هیڅ سرحد ونه ټاکل شي.د دغې شورا یوه مهم غړي محمد علي الحوثي ټینګار وکړ چې په دې صورت کې به امریکا په ټول منځني ختیځ کې امنیت ونه لري.د یمن پوځ وايي تر هغه وخته چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام لري دوی به هم د فلسطیني وګړو ملاتړ لپاره صهیونیستي اهداف تر برید لاندې راولي