جدی 05, 1403 16:48 Asia/Kabul
  • امنیت شور ته د ایران لیک

د صهیونیستي رژيم له خوا د حماس غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه د شهادت پړه منلو څخه وروسته ایران د ملګروملتونو امنیت شورا ته یو لیک واستاوه.

په ملګروملتونو کې د ایران اسلامی جمهوریت دایمي استازي امیر سعید ایرواني دغه لیک د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته استولی دی .د دغه لیک په یوه برخه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د یوه غړي هیواد په خپلواکه خاوره کې د یوه سیاسي مشر د وژلو په بې شرمۍ اعتراف یو ځل بیا د اسرائیلي رژیم نړیوال مسئولیت د خپلو تروریستي ډلو په وړاندې په ډاګه کوي.په لیک کې راغلي چې امنیت شورا باید داسې رژیم ته اجازه ورنه کړي چې په ښکاره توګه له نړیوالو قوانینو سرغړونه وکړي، سیمه بې ثباته کړي او نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کړي او همداراز له مصونیت څخه برخمن اوسي