جدی 05, 1403 16:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز تړون

افغانستان او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیتي تړون پر نهايي کولو ټینګار وکړ.

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کتنه کې پر دې موضوع ټینګار وکړ.دواړو لورو دغه راز له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي خنډونو پر لرې کولو، د بانکي تضمینونو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د مالیاتو د دوه فیصده کمولو په اړه هم خبرې وکړې.د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ تل له سیاسي مسایلو سره مل وه دې ستونزې افغان سوداګرو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي خو د پاکستان دولت تر اوسه دغو اعتراضونو ته پاملرنه نده کړې