جدی 05, 1403 16:47 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د امریکا بې پایلې حضور

په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د امریکا وتل د دوحې د تړون پر بنسټ وو

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شل کلن شتون کومه پایله نه درلوده، له همدې امله له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شول.شاهین دغه څرګندونې د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند د غړو هغو خبرو ته په ځواب کې کړې چې له دغه هېواده د دوی له ناورین تر وتلو وروسته یې د افغانستان وضعیت ډېر خراب وباله.مایک لاولر ویلي دي چې دا د بایډن د حکومت دنده وه چې دا بهیر په داسې ناورین سره پرمخ بوځي او اوس امریکا له سترو خطرونو سره مخامخ ده لکه په اوکراین کې د جګړې د پیلیدو.

نوموړي ویلي چې دا مسله ددې لامل شوې چې ټوله نړۍ ووايي چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او دا هیواد یې پرېښئ