جدی 04, 1403 16:48 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له ساکو افغان شرکت سره یې د یو سل او پنځه څلوېښت میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید تړون لاسلیک کړې ده. د افغانستان د رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې دغه تړون د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري او د افغان ساکو شرکت مشر وو زیدان ترمنځ لاسلیک شو