جدی 04, 1403 16:17 Asia/Kabul
  • پاناما کې د ټرمپ عکس او د امریکا بیرغ سوځول

د پاناما اوسېدونکو د پاناما کانال په وړاندې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وروستیو ګواښونکو څرګندونو وروسته د پاناما اوسېدونکو د امریکا بیرغ او د ټرمپ عکسونه وسوځول او پر دغه کار یې خپله غصه څرګنده کړه.

د دغه لاریون تنظیموونکو د پاناما کانال په اړه د ټرمپ له څرګندونو سره په خپل مخالفت ټینګار وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې په دې برخه کې پرېکنده ګامونه پورته کړي.د یکشنبې په ورځ، ټرمپ ګواښ وکړ چې د متحده ایالاتو د سوداګرۍ اهمیت او په اتلانتیک او آرام سمندر کې د دې هیواد د سمندري ځواکونو د ځای په ځای کولو له امله د پاناما کانال کنټرول بیرته ترلاسه کولو غوښتنه کويدغو څرګندونو ته په غبرګون کې د پاناما ولسمشر د پاناما کانال په اړه د خپل هیواد پر حاکمیت ټینګار وکړ او د لاتینې امریکا د هیوادونو په تیره بیا وینزویلا، کولمبیا، مکسیکو او یو شمیر نورو مشرانو هم له پاناما سره په خپل پیوستون ټینګار وکړ.