په امریکا کې د خالد مشعل ورور آزادېدل
قوس 24, 1403 17:01 Asia/Kabul
د حماس اسلامي غورځنګ د یوه جګپوړي غړي خالد مشعل ورور مفید عبدالقادر په امریکا کې له شپاړس کالن بند تېرولو وروسته له بنده خوشی شو.
ښاغلی عبدالقادر په دوه زره اتم میلادي کال کې په امریکا کې د حماس غورځنګ د غړیتوب په تور ونیول شو او په شل کاله بند محکوم شو.هغه د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره د خیریه بنسټ غړی و. چې د امریکا د دولت لخوا ونیول شو.یو شمېر فلسطینیان لاهم د مقاومت غورځنګونو د غړیتوب په تور په امریکا کې بندیان دي.