په پاکستان کې د وسلو نړیوال نندارتون
عقرب 29, 1403 16:04 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوړ پوړی پوځي پلاوی د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ورسید.
ويل کيږي چې دغه پلاوی د پاکستان دوه زره څلورویشت آیډیاز په نامه د وسلو له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې او همدا راز د امنيتي دفاعي کنفرانسونو او د دغه هېواد له پوځي چارواکو سره د خبرو اترو په موخه کراچۍ ته رسېدلى دى.په ورته وخت کې؛ د پاکستان د دفاع وزیر په کراچۍ کې د وسلو په نړیوال نندارتون کې د ایران د اسلامی جمهوریت شتون ارزښتناک وباله او ټینګار یې وکړچې مونږ په پاکستان کې د ایران په دفاعي او پوځي لاسته راوړنو ویاړو.