د اشغال شویو سیمو د اوسیدونکو لاریونونه
میزان 16, 1403 17:29 Asia/Kabul
په اشغال شویو سیمو کې له لاریونونو وروسته ګڼ شمېر خلک د بنیامین نتنیاهو د کور مخې ته راغونډ او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکړل.
لاریون کوونکو نتنیاهو د خپلو بندیانو د برخلیک په اړه په غفلت تورن کړ او ویې ویل چې باید ژر تر ژره د مقاومت له ځواکونو سره سوله وکړي او د بندیانو د خلاصون لپاره شرایط برابر کړي.هغوي د تشو تابوتونو په وړلو سره ټینګار سره ویلي چې د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر سیاستونه هره ورځ تابوتونه خپلو کورونو ته ستنیږی او دغه کار د جنګ د دوام سبب شوی دی .په همدې حال د صهیونیسټي رژیم د راډیو ټلویزیون د راپور له مخې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له مقاومتي ځواکونو سره د سولې د خبرو اترو له ترسره کولو سره هیڅ علاقه نه لری .تېره اوونۍ اسراييلي پوځ د شپږو بنديانو د وژل کېدو اعلان وکړ، چې په دې سره لاريونونه ډېر پراخ شوي دي.