میزان 02, 1403 16:22 Asia/Kabul
  • کرکټ لوبلړۍ؛ سوېلي افریقا په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ سيالۍ کې د اوه وېکټو په تفاوت افغانستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ دوه پر یو افغانستان وګټله.

سیالي چې د پیل شوې وه، افغانستان د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په څلور دیرشو اورونو کې یوسلو او نهه شپېته منډې وکړې.په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز نهه اویا او الله محمدغضنفر یودیرش ناسوځېدلې منډې وکړې.د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې لونګي اینګېډي، پيټر او پیلیکوایو دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.سویلي افریقا ورکړل شوی هدف په درې دیرش ام اور کې د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته بشپړ کړ.د ویلو ده چې په دې لوبه کې د راشدخان، فضل حق فاروقي او ریاض حسن پر ځای عبدالمالک، فرید احمد او نوید ځدراڼ ته د لوبې چانس ورکړل شوی و.