حمل 22, 1403 17:41 Asia/Kabul
  • يه تیرو دوو کلونوکې په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو زیاتوالی

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته د راتلونکو بهرنیو سیلانیانو شمېر ډېر شوی دی.

د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ویلي دي چې بهرني سیلانیان به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې به خامخا نړيوالو ته د هېواد ښه انځور ښکاره کړي.هغه وویل چې د دوی مخالفین معمولاً د افغانستان وضعیت ښه نه بیانوي، خو سیلانیان نړۍ ته د دغه هېواد مثبت انځور ښيي.د سرپرست حکومت د چارواکو د شمېرو له مخې په تیر میلادی کال کې پیځه زره او دوه سوه تنو بهرنیانو افغانستان ته سفر کړی دی.ددغو سیلانیانو د سیل ساحه په ټولیزه ټوګه د بامیان، بلخ، بدخشان، هرات او کندهار ولایتونونه وو.

تگ