حمل 19, 1403 13:48 Asia/Kabul
  • ایران له خپل هیواد څخه د غیر قانوني کډوالو پر وتلو ټینګار کړی

ایران یو ځل بیا خبر داری ورکړی چې له قانوني اسنادو پرته ټول افغان کډوال باید دغه هېواد پریږدي او خپل خپل هېوادونو ته ستانه شي.

د تهران اتباعو او کډوالو ادارې سرپرست احسان حیدري ویلي، هغه کډوال چې اسناد نه لري باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.نوموړي زیاته کړې هغه دا هم ویلي دي چې که په دغه هیواد کې بې اسناده کډوال په دندو وګمارل شي، له دغو کسانو سره به د قانون له مخې چلند وشي.حیدري همدا راز له افغان کډوالو څخه غوښتي، چې د کډوالۍ ملي ادارې له قوانینو او لارښوونو سره سم عمل وکړي او له معتبرو سایټونو او رسنیو څخه خبرونه وڅاري .

تگ