حمل 19, 1403 13:45 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پرمختګ لپاره هڅې

د ټاپي پروژې د کارونو د پرمخ بیولو په موخه بین الافغاني ناسته ترسره شوه.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د دغې پروژې د تطبیق په خاطر د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په زیاتولو ټینګار وکړ.په همدې حال کې د ټاپي پروژې رئیس د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د چارو د لا ښه او پر وخت د پرمخ بیولو په موخه د یوې باصلاحیته کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه.د ټاپي پروژه په دوه زه شپاړسم کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د څلورو هېوادونو د مشرانو له خوا پرانیستل شوه. دا پایپ لاین به د ترکمنستان غاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولیږدوي.دغه نل لیکه د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي او له ټولټال یو زرو اته سوه څوارلس کیلومترو څخه یې اته سوه شپاړس کیلومتره په افغانستان کې غځول کېږي. د دغې پروژې ټولیز لګښت دوه ویشت میلیارده پنځه سوه میلیونه ډالره اټکل شوی.

تگ