حمل 14, 1403 13:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان اوسپنې پټلۍ له مسؤولینو سره د ازبکستاني پلاوي لیدنه

د ازبکستان ریل پټلۍ د ریاست یو پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان د ریل پټلۍ له مشرتابه سره یې کتلي دي.

د هېواد د ریل پټلۍ ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې د اورګاډي پټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا باندې بحث او خبرې شوي دي. همدا راز د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې مرستیال ویلي چې تاشکند غواړي د اورګاډي د پټلۍ د تګ راتګ د زیاتوالي په موخه د ریل ګاډي تعرفه پنځوس سلنه راکمه کړي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې ازبکستاني پلاوي د هرات – مزارشریف پر لویه لار د "نایب اباد" په تم ځای کې د تازه میوو او سبزیجاتو د بارولو د یوه مرکز د جوړولو ژمنه هم کړې ده.په تېرو مياشتو کې د ازبکستان د سرپرست حکومت په بېلابېلو غونډو کې تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا او د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی دی.

تگ