په ننګرهار کې د ټکسي موټرو د ځانګړي رنګ کولو لړۍ پیل شوه
حمل 13, 1403 15:39 Asia/Kabul
په ننګرهار کې د ټکسي موټرو د ځانګړي رنګ کولو لړۍ پیل شوې چې له پیله یې تر دې دمه ۵۶۰ موټري رنګ کړي دي. ټکسي چلوونکي له دغه پروسې خوښ دي، خو د رنګ قیمت د لوړ نرخ نه شکایت کوي او له مسولینو غواړي چې بیه دې ورته راښکته کړي. ددغه ولایت د ترافیکو مدیریت هم د دغې پروسې د پیل خبره کوي او زیاتوي د ټکسي چلوونکو شکایتونه يې تر لوړپوړو مسولینو رسولي دي.