واشنګټن پوست: حماس له الشفا روغتون څخه د پوځي مرکز په توګه ګټه نه دی پورته کړې
حمل 13, 1403 14:22 Asia/Kabul
واشنګټن پوسټ د حماس له خوا د الشفا روغتون د پوځي کارولو په اړه د اسراییل ادعا رد کړه.
د واشنگټن پوست ورځپاڼې په یوه څیړنیز راپور کې د حماس لخوا په غزه کې د الشفا روغتون د پوځي کارونې په اړه د اسرائیلي رژیم ادعاوې رد کړې دي.اسرائیلي رژیم په وار وار ادعا کړې چې حماس د الشفا روغتون د قوماندې او کنټرول د مرکز په توګه کاروي.د واشنګټن پوسټ لخوا د سپوږمکۍ عکسونو او نورو معلوماتو سرچینو بیاکتنه ښیې چې د دې ادعاوو ملاتړ کولو لپاره ډیر شواهد شتون نلري.د واشنګټن پوسټ د څېړنو اصلي موندنې ښيي چې په دغه روغتون کې له خونو د پوځي کارونې نښې نه لیدل کیږي.د واشنګټن پوسټ تحلیل د الشفاء روغتون په وړاندې د اسراییلو د پوځي عملیاتو مشروعیت ته زیان رسوي او په غزه کې د اسراییلي رژیم اقدامات ننګوي.