د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره: په تیره یوه اونۍ کې څه باندې نوي زه مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي
حمل 13, 1403 14:06 Asia/Kabul
د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست اعلان کړی چې په تېره یوه اوونۍ کې یې څه باندې نوي زره مټریک ټنه سوداګریز توکي د اورګاډي پټلۍ له لارې لېږدول شوي.
دغه رياست تیره ورځ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په تېره يوه اوونۍ کې نوی زره پنځه سوه دري پنځوس مټريک ټنه توکي د حيرتان، آقینه او تورغونډۍ پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.د سرپرست حکومت دغې ادارې ویلي، په دغو توکو کې نفتي او غیر نفتي توکو او نور مواد شامل دي چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.طالبانو زیاته کړې، چې تېره اوونۍ څلور سوه ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي او صادر شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه، ممیز او د انارو جوس دي.