حمل 13, 1403 14:01 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر: د هېوادوالو رایو ته باید درنښت وشي

د ایران ولسمشر د روژې مبارکې میاشتې قدر یویشتمه شپه د امام خمیني په زیارت کې نظامي چارواکو وته ویلي، د خلکو رایې ته باید درنښت قایل شي.

سید ابراهیم رئیسی د ایران ولسمشر د وري ولسمې نیټې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت ټاکلو ته په نغوتي سره ویلي، له دې ورځي باید لمانځنه وشي. نوموړي زیاته کړې ځینې خلک اسلامي جمهوریت ته زیاته پاملرنه نه کوي خو دوی باید پوه شي چې اسلامي جمهوریت ملت ټاکلی دی.هغه دغه راز زیاته کړه چې ځینو خلکو ویل چې نظام باید اسلامي جمهوري دیموکراتیک وي یا هم یوازې جمهوري وي. دی وايي، امام وفرمایل: اسلامی جمهوریت یوه کلمه ده نه زیاته نه هم کمه.ښاغلي رئیسي ټینګار وکړ چې امام دا هم ویلي چې اساسي قانون باید ټولپوښتنې ته وړاندې شي او په حکومت کې ټول بنسټونه باید د خلکو په رایو جوړ شي.

تگ